AP ۱۴۰۳ وری ۳۰ ۱۱:۲۸
Journalist ID: 5513
News ID: 85448739
T T
۰ Persons
یونیسف له افغانستان سره د ځمکې لاندې اوبو معلومولو لپاره د ۱۰۰ پایو سیستمونو مرسته وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، یونیسف له افغانستان سره د ځمکې لاندې اوبو معلومولو لپاره د ۱۰۰ پایو سیستمونو مرسته کړې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اوبو او برېښنا وزارت مسوولینو نن پنشنبې د وري ۳۰ مه په اېکس پاڼه لیکلي: د اوبو د معلوماتو راټولولو د سیستم په کارولو سره به د دغه وزارت انجنیران او د اوبو د سرچینو متخصصین وکولای شي په دوامداره توګه په سمندري حوزو کې د ځمکې لاندې اوبو وضعیت وڅاري.

د اوبو او برېښنا وزارت د چارواکو په وینا، یونیسف موسسې د پرله پسې همکارۍ په پایله کې، دا ځل د ځمکې لاندې اوبو د شمېرې د سیستم ۱۰۰ پایې او د اوبو د کیفیت د ازموینې لپاره اوه ډوله کیمیاوي مواد چمتو او د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د سرچینو عمومي ریاست ته وسپارل.

دا سیسټم په اوتومات ډول او په دوامداره توګه د ځمکې لاندې اوبو د سطحې بدلونونه ثبتوي او د اوبو سرچینو ریاست ته دا وړتیا ورکوي چې خپلو ارقامو ته آنلاین لاسرسی ومومي.

ياد شوي کيمياوي مواد به د اوبو د کيفيت د معلومولو په موخه د وزارت په څېړنيزو لابراتوارونو کې د اوبو د کيفيت د ازموينې لپاره هم وکارول شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .